خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګوترېس سره په ټيليفون تماس ن، په سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې

اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګوترېس سره په ټيليفون تماس نيولے او ورسره ئې په اوسنيو سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې كړي. خارجه وزير د سېكرټري جنرل د هند لخوا تش د نوم د حادثاتي مېزائل فائر كېدو په اړه بريف كړو. د هند د ستراتېژيكي وسلو په انتظام كښې سنګينه كوتاهې او تكنيكي خامې په ګوته كولو سره خارجه وزير د دې پېښې د شريكو پلټنو په غوښتنه زور راوړو. د خارجه دفتر وياند له مخې د خارجه وزير او د ملګرو ملتونو د عمومي سېكرټري ترمېنځه په سيمه ايز او نړيوال صورتحال خبرې شوي. خارجه وزير هغه د مارچ په 9مه نېټه كال 2022م د هند لخوا د تش د نوم د حادثاتي مېزائل فائر كېدو په اړه بريف كړو كوم چې د پاكستان په حدود كښې پرېوتے ؤ. خارجه وزير ووئيل دا د پاكستان د فضائي حدود څرګنده خلاف ورزي ده او د هوابازې تحفظ سره سره سيمه ايز امن او استحكام لپاره د هند د غفلت عكاسي ده. خارجه وزير ووئيل پاكستان به صبر او زغم سره د ذمه وارې كار روان ساتي.دغس ې د هند د ستراتېژيكي وسلو په انتظام كښې سنګينه كوتاهې او تكنيكي خامې په ګوته كولو سره خارجه وزير د دې پېښې د شريكو پلټنو په غوښتنه زور راوړو. خارجه وزير هغه په يوكرېن كښې د روانې شخړې په اړه د پاكستان د نظر، په پرمختګ كوونكو هېوادونو د دې د مفني اقتصادي اغېز، د مذاكرات او سفارت كارې د لارې د دې مسئلې د حل ملاتړ كښې د پاكستان د هڅو نه خبر كړو. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان تل وئيلي دي په نړۍ كښې د شخړو زيات منفي آغېز په پرمختګ كوونكو هېوادونو كېږي. د ملګرو ملتونو مشر خارجه وزير د يوكرېن صورتحال له امله په نړۍ كښې د ګرانې مخ نيوي لپاره د ملګرو ملتونو د اقدامات نه خبر كړو. خارجه وزير په دې لړ كښې د عمومي سېكرټري هڅې وستائيلې او په دې اړه ئې د پاكستان لخوا د بشپړ ملاتړ او مرستې باور وركړو.