کراچۍ كښې به شوکت خانم مېموريل ټرسټ راتلونكي كال كښې كار پېل كړي، دا به د پېښور او لاهور روغتونونو څخه لوے وي۔ وزيراعظم عمران خان

اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې کراچۍ كښې به شوکت خانم مېموريل ټرسټ راتلونكي كال كښې كار پېل كړي، دا به د پېښور او لاهور روغتونونو څخه هم لوے وي۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د كراچۍ شوکت خانم هسپتال كښې به جديد ترين مشينان وي، وزيراعظم د جوړېدونكي روغتون عكسونه هم شيئر كړې دي۔