سري لنكا كښې د سېلاب له امله د مړو شمېره 202 ته رسېدلې٬د ځپليو مرستې لپاره نړيواله مرسته پېل شوې

كولمبو 31 مئی (اے پی پی) سري لنكا كښې د سېلاب ځپليو كسانو مرستې لپاره نړيواله مرسته رسېدل پېل شوې ده ۔د سخت سېلاب او بارانونو له امله 202 كسان مړه او 6 لكه څخه زيات بې كوره شوي دي ۔خارجه وزير روي كرونانائيكے خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل د پشكال بارانونو او سېلاب تباهۍ مخ نيوي لپاره حكومت نړيوالې ورورورلې ته د مرستې خواست كړې ؤه او تراوسه د …

كولمبو 31 مئی (اے پی پی) سري لنكا كښې د سېلاب ځپليو كسانو مرستې لپاره نړيواله مرسته رسېدل پېل شوې ده ۔د سخت سېلاب او بارانونو له امله 202 كسان مړه او 6 لكه څخه زيات بې كوره شوي دي ۔خارجه وزير روي كرونانائيكے خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل د پشكال بارانونو او سېلاب تباهۍ مخ نيوي لپاره حكومت نړيوالې ورورورلې ته د مرستې خواست كړې ؤه او تراوسه د 16 هېوادونو لخوا مرسته رارسېدلې ده۔د ډيزاسټر منيجمنټ چارواكو له مخې سوئېلي ختيزه سيمه كښې چرته چې زيات زيان شوې هلته د مرستې زيات ضرورت دے او اندېښنه ده چې زياتره خلق د ملبې لاندې ګير شوي۔زياتره سيمو كښې د سېلاب اوبه كوزېدل پېل شوي او رضا كاران د مرستې په هلو ځلو كښې بوښت دي۔د حكومت وياند رجيتها سينار تنے ووئيل د وبائي رنځورو مخ نيوي لپاره اضافي مېډيكل ډلې روانولې شي

مزید خبریں