اسلام آباد ۔ 28 مئی (اے پی پی) پاكستان د مصر مينيا صوبه كښې د مسيحيانو په بس د ترهه ګرۍ بريد په سختو ټكو كښې غندلې د كوم په نتيجه كښې چې يو شمېر كسان مړه او نور ژوبل شوي دي۔ د اتوار په ورځ جاري شوي بيان كښې د خارجه دفتر وياند ځپليو كورنيو سره د پاكستان حكومت او اولس لخوا خواخوږي څرګنده كړې او د ژوبل شوي …
پاكستان د مصر مينيا صوبه كښې د مسيحيانو په بس د ترهه ګرۍ بريد وغندلو

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 28 مئی (اے پی پی) پاكستان د مصر مينيا صوبه كښې د مسيحيانو په بس د ترهه ګرۍ بريد په سختو ټكو كښې غندلې د كوم په نتيجه كښې چې يو شمېر كسان مړه او نور ژوبل شوي دي۔ د اتوار په ورځ جاري شوي بيان كښې د خارجه دفتر وياند ځپليو كورنيو سره د پاكستان حكومت او اولس لخوا خواخوږي څرګنده كړې او د ژوبل شوي زر روغتيا له ئې دعا كړې۔ وياند ووئيل د ترهه ګرۍ ختمولو كښې د پاكستان حكومت او اولس د مصر حكومت او اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دي۔ وياند د ترهه ګرۍ ټولو شكلونو رد كولو سره د دې په اړه د پاكستان د دريځ پخلې هم وكړو۔










