
جنت ګل
مردان/پېښور 15دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په 17 ضلعو كښې د بلدياتي ټاكنو كمپائن بام ته رسېدلے دے چرته چې په 19م دسمبر كال 2021 كښې به 12.7 مېليونه رجسټرډ ووټرز ووټ كاروي او د ميئر، تحصيل کونسلونو چيئرمېنز٬وېلج او په محله كونسلز كښې د جنرل كونسلز په چوكو ټاكنو كښې برخه اخستو لپاره 37 زره 752 كانديدان په مېدان كښې دي٬ د خېبر پښتونخوا په پېښور، نوښار، چارسده، خېبر، مومند، مردان، صوابۍ، کوهاټ، کرك، هنګو، بنو، لکي مروت، ډي آئي خان، ټانك، هري پور، بونېر او د باجوړ په ضلغو كښې د بلدياتي ټاكنو په پولنګ كښې يو څو ورځې پاتې دي او انتخابي كمپائن ښه زور او شور سره روان دې۔ د صوبائي اليکشن کميشن چارواكو له مخې په ياد شويو ضلعو كښې د ميئر او تحصيل په كچه چيئرمينز لپاره تقريباً 37,752 كانديدان٬ جنرل كونسلز ٬ نوجوان٬ مزدور/كسان٬ اقليتي٬د كليو او محلو كونسلونو كښې ښځينه كانديدانې هم په مېدان كښې دي۔ بلدياتي ټاكنې به په جماعتي بنيادونو كولې شي چرته چې كانديانو او د ھغوي پلويانو كور په كور انتخابي كمپائن تېز كړې او ووټران قائلولو لپاره غونډې هم كولې شي۔ په دې ضلعو كښې 66 تحصيلونو لپاره 689 كانديدان مېدان كښې دي چرته چې به په پنځه ډويژنل هېډكوارټرز يعني پېښور، مردان، کوهاټ، بنو او ډي آئي خان ښارونو كښې يو منتخب انتظامي مشر ميئر بللے شي او د پاتې 61 تحصيلونو انتظامي مشران به چيئرمېنان وي٬ پېښور كښې پي ټي آئي، پي پي پي، جے يو آئي (ف)، اے اېن پي او جماعت اسلامي ميئر لپاره نسبتاً نوې كانديدان رامخې ته كړې دي٬ پي ټي آئي رضوان بنګش مېدان ته كوز كړې دي څوك چې د سټي سروسز د انتظام بشپړه تجربه لري۔ دغسې پيپلز پارټۍ د ارباب كورنۍ او د خېبر پښتونخوا د پخواني وزيراعلٰې ارباب محمد جهانګير خان نمسے زرك خان ته د پارټۍ ټكټ وركړې دې ٬ جے يو آئي(ف) زبېر علي د سنېټر حاجي غلام علي زوې مېدان ته كوز كړې دې او د پي اېم اېل اېن او قامي وطن پارټۍ حمايت ورته ترلاسه دے او د سياسي حريفانو لپاره د خطر خبره ده۔ دغسې اے اېن پي د ګوند وفادار شېر رحمان له ټكټ وركړې دې ٬جماعت اسلامي ګوند سره د اوږد مهاله وفادارۍ په بنياد بهرالله خان اېډووکېټ ته د ګوند ټكټ وركولو سره مېدان ته كوز كړې دې، د سياسي مبصرينو خيالا دې چې د جے يو آئي او جماعت اسلامي لخوا د جلا جلا كانديدانو په رامخې ته كولو د مذهبي ووټونو د تقسيم امكان دے۔ بلخوا په مردان كښې هم سياسي رنګ بام ته رسېدلې او د يونين كونسل منګاه په دريو يونين كونسلو كښې يو شمېر كانديدان مېدان كښې دي چې پكښې د پي ټي آئي٬ اے اېن پي٬ جے يو آئي (ف) جماعت اسلامي او آزاد كانديدان برخه اخلي۔ د منګاه په يونين كونسل ون كښې د جے يو آئي (ف)٬ پي ټي آئي او د اے اېن پي د كانديدانو ترمېنځه د خوندورې مقابلے امكان دې خو ځينې خلق دا اندېښنه هم لري چې آزاد كانديدان هم اپ سېټ كولې شي۔(gul/mwa/1801)