د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د اېف سي كے پي ساٶتھ هېډكوارټرز دوره وكړه

APP70-091221 DERA ISMAIL KHAN: December 09 - Interior Minister Sheikh Rashid Ahmed addressing the troops of Frontier Corps KP South during his visit to FC headquarters. APP photo by Javed Qureshi

ډي آئي خان 09 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د زيارت په ورځ د اېف سي كے پي ساٶتھ هېډكوارټرز دوره كړې . اېف سي هېډكوارټرز ته په رسېدو آئي جي اېف سي كے پي ساٶتھ مېجر جنرل منير افسر د كورنيو چارو وفاقي وزير هركلے وكړو. د كورنيو چارو وفاقي وزير ته ځوانانو سلامي وكړه. وفاقي وزير ته د اېف سي د آپرېشنل تيارو او سيمې په اړه بريفنګ هم وركړے شو. وفاقي وزير په چائيكان كښې د نوي جوړېدونكي هېډكوارټرز دوره هم وكړه او دلته ئې د اېف سي ډګري كالج او جومات د بنياد تيګه كېښوده. په خپله وېنا كښې وفاقي وزير د وطن دفاع لپاره د پاك پوځ قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې. وفاقي وزير په هېډكوارټرز كښې يو بوټےهم نال كړو.