بيجنګ 14 مئي (اے پي پي﴾د چين اولس مشر شي ژن پنګ د نوي سلك روډ پروژې لپاره د 124 ارب ډالرو وركولو عزم پخلي سره وئېلي دي چې دا د آزاد تجارت او جامعيت پروژه ده۔د اتوار په ورځ په بيجنګ كښې د ون بېلټ ون روډ فورم پرانستې سېشن ته په خپل خطاب كښې ده ووئيل پھ 2013 كښې د دې پروژې اعلان شوې وو چې مقصد يې …
چين د نوې سلك روډ پروژې لپاره د 124 ارب ډالر وركولو عزم پخلې٬دا د آزاد تجارت او جامعيت پروژه ده

مزید خبریں
بيجنګ 14 مئي (اے پي پي﴾د چين اولس مشر شي ژن پنګ د نوي سلك روډ پروژې لپاره د 124 ارب ډالرو وركولو عزم پخلي سره وئېلي دي چې دا د آزاد تجارت او جامعيت پروژه ده۔د اتوار په ورځ په بيجنګ كښې د ون بېلټ ون روډ فورم پرانستې سېشن ته په خپل خطاب كښې ده ووئيل پھ 2013 كښې د دې پروژې اعلان شوې وو چې مقصد يې آسيا٬افريقا٬اروپاﺀ او د نورو سيمو ترمينځه د اربونو ډالرو بنيادي ډهانچې جوړولو سره رابطو ته وده وركول دي۔د چين اولس مشر ووئيل مونږ له به د مرستې يو آزادنه موقع به وركول وي او نړيوال اقتصاديات له به وده وركول وي۔ بايد نړۍ د پرمختګ ودې له چاپېرچل جوړ كړي۔په دې موقع ده د پروژې لپاره د نورو 14 نيم ارب ډالر وركولو عزم هم وكړو۔دې سره دا روپۍ 124 ارب ډالر ته رسېدلې دي۔په كنفرنس كښې د روس اولس مشر ولادي مير پيوټن او د تركيه اولس مشر رجب طيب ايردوان پشمول د 29 هېوادنو مشرانو ګډون وكړو۔دستورې ته د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر هم خطاب وكړو۔وزيراعظم محمد نوازشريف د خپل پلاوي سره په كنفرنس كښې ګډون وكړو










