بیجنګ 04 مئی (اے پی پی) د چین جوړه كړې شوې د مسافرو وړومبۍ الوتكه به د جمعې په ورځ خپل وړومبې پرواز کوي۔ د زيارت پھ ورځ د چین خبر رسنې ادارې د چین الوتكې جوړونكې کمپنۍ سی او اېم اے سی په اړه ووئيل كه د الوتكې پرواز لپاره موسم سم نه وو نو د وړومبې پرواز شیډول به بيا جوړولې شي۔ تجزیه کارو وئيلي دي چې د …
د چین جوړه كړې شوې د مسافرو وړومبۍ الوتكه به د جمعې په ورځ وړومبې پرواز کوي

مزید خبریں
بیجنګ 04 مئی (اے پی پی) د چین جوړه كړې شوې د مسافرو وړومبۍ الوتكه به د جمعې په ورځ خپل وړومبې پرواز کوي۔ د زيارت پھ ورځ د چین خبر رسنې ادارې د چین الوتكې جوړونكې کمپنۍ سی او اېم اے سی په اړه ووئيل كه د الوتكې پرواز لپاره موسم سم نه وو نو د وړومبې پرواز شیډول به بيا جوړولې شي۔ تجزیه کارو وئيلي دي چې د دې الوتكې کامیاب پرواز نه پس به اوس چین هم د الوتكو جوړولو په مارکیټ كښې شامل شي۔ سی او اېم اے سی وئيلي دي چې الوتكه كښې د 158 مسافرو ګنجائش دے او د دې د مزل كولو استعداد 4075 کلو میټره دے۔ سی او اېم ا ے سی ته د الوتكې جوړولو لپاره د 23 هېوادونو څخه د 570 الوتكو جوړولو آرډرز ترلاسه شوې۔ دا خبره دې ياده وي چې په چین كښې د الوتكو جوړونكو کمپنیو بوئنګ او ائر بس الوتكو اسمبل کولو پلانټس شته او اوس د الوتكو اسمبلینګ زياتولو په طلب غور کوي۔








