بايد په افغانستان كښې د جنګ د نتيجو تور په پاكستان ونه لګولې شي٬درست اقدام دا دے چې امن او استحكام لپاره د افغانستان نوې حكومت سره مرسته وكړې شي۔د وزيراعظم عمران خان په واشنګټن پوسټ كښې مضمون

اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې بايد په افغانستان كښې د جنګ د نتيجو تور په پاكستان ونه لګولې شي٬اوس بايد مونږ د تورونو لګولو رويه پرېښودلو سره د افغانستان د سباؤن په پلو وګورو٬٬درست اقدام دا دے چې امن او استحكام لپاره د افغانستان نوې حكومت سره مرسته وكړې شي۔د طالبانو حكومت او د نړيوالې ټولنې ترمينځه رابطه به ټولو لپاره مثبتې نتيجې باوري كړي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د امريكې په نامتو ورځپاڼه واشنګټن پوسټ كښې په خپل يو مضمون كښې كړې دي۔وزيراعظم ليكلې دي چې دامريكې كانګرېس ته په بريفنګ كښې د امريكې زيان لپاره په پاكستان د تورونو لګولو په بيانونو اورېدو حيران شوې يم٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امريكې د اتحادي په حېث د پاكستان د قربانيو كوم ذكر نه دې شوې٬د كال 2001 نه مې څو ځله خبردارې وركړې چې د افغانستان جنګ نشي ګټل كېدې۔ده ووئيل چې په تېر وخت كښې د پاكستان حكومتونو به قانوني حېثيت ترلاسه كولو لپاره امريكا د افغانستان په معامله خوشحالوله۔ده ووئيل چې د نائن اليون نه پس د تېر وخت مجاهدين ترهه ګر وګرځول شول۔د ترهه ګرۍ په ضد جنګ د ملاتړ له امله عسكريت خوښو ډلو د پاكستان په ضد د جنګ اعلان وكړو۔وزيراعظم ووئيل چې مونږ د خپلې بقا جنګ وكړو او د خپل غوره پوځ او انټلي جنس نظام په بنا مو ترهه ګرۍ ته ماتې وركړل٬د نائن اليون نه پس پرله پسې د افغانستان حكومتونو د افغان اولس په نظر كښې خپل مقام پېدا نه كړی شو۔وزيراعظم ووئيل چې آيا د درې لكه افغان امنيتي ځواكونو پھ مكمل توګه د وسلې غورځولو تور په پاكستان لګولې كېدې شي؟د دې حقيقت قبلولو په ځاې د افغان او لوېديز حكومتونو او په هند كښې په جوړیدونكو جعلي خبرونو كښې په پاكستان تورنه لګولې كېږي۔ده ووئيل چې پاكستان سره د بې بنسټه تورنو لګولو په پوله بائيو مېټرك كنټرول او د پولې د شريكې څارنې وړاندېز كړې۔وزيراعظم ووئيل چې مونږ په خپلو مالياتي وسيلو افغانستان سره په خپله پوله آزغن تار لګولې۔ده ووئيل چې اوس بايد مونږ د تورونو لګولو رويه ترك كولو سره د افغانستان د سباؤن په پلو وګورو۔ده ووئيل چې كه مونږ درست اقدام وكړو نو د ترهه ګرۍ څخه پاك او د خوشحال افغانستان مقاصد به ترلاسه كړو خو كه مونږ د تېر وخت پشان كړې غلطۍ يوځل بيا وكړې نو اړې ګړې او د كډوالو سېلاب سره سره به په ترهه ګرۍ كښې اضافه وشي او ټول فريق به وځپلې شي