د معزول شوي افغان حکومت افغان سفیر چوكۍ بايد خالي كړې شي۔ شاه محمود قرېشي

نیو یارک ۔26ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي په ملګرو ملتونو كښې د افغانستان د معزول شوي حكومت افغان سفير چوكۍ هېڅ جواز نه لري۔ په نيويارك ټائمز كښې د اتوار په ورځ شائع شوې يوه مركه كښې هغه ووئيل غلام اسحاق زئي د پخواني افغان صدر اشرف غني په افغانستان د طالبانو قبضې نه څو مياشتې وړاندې مقرر كړے شوے ؤ۔ په دې مهال طالبانو خواست كړے دے چې دوحه كښې د طالبانو وياند سهېل شاهين دے د اسحاق په ځائې تعينات كړے شي او هغه ته دې په عمومي اسمبلۍ كښې د خبرې كولو اجازه وركړې شي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل دا به كتل وي چې د طالبانو خواست جواز لري يا نه۔ د ملګرو ملتونو وياند سټېفن دوجارک يو اي مېل پېغام كښې وئيلي چې تر دې دمه د افغانستان د نمائنده په توګه د اېم اسحاق زئۍ نامه درج ده۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ورځپاڼې ته ووئيل ما 20 كاله وروسته نزدې يوه مياشت وړاندې د امريكا د وتلو نه وروسته افغانستان كښې غوره اشارې ليدلې دي۔ هغه ووئيل د حېرانتيا خبره دا ده چې د طالبانو په فتح افغانستان كښې د كورنۍ جګړې كوم اثار نشته۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان كه هر څو افغانستان سره په پوله حفاظتي باړ لګولے دے ولې بياهم پوله دا مهال پرانستې ده او د دې غوره صورتحال په سبب خلكو بېرته تګ پېل كړې دې۔ خارجه وزير د دې اندېښنې څرګندونه وكړه چې افغانستان كښې انساني او معاشي تباهي اوس هم يوه خطره ده۔ خارجه وزير پاكستان د امريكا ” معاون حلیف “ وګرځولو۔ هغه ووئيل د پاكستان د امريكا په ضد د كار كولو په اړه كوم هم خيال به غلط بياني وي۔