
اسلام آباد۔26ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي كرپشن په پخوانيو دورونو كښې په قانوني توګه محفوظ كړے شو٬ څه وخت چې د لاهور – اسلام آباد موټروے لوظنامه روانه وه ٬ هم دغه وخت په لندن كښې ايون فيلډ اپارټمنټس اغستلې شؤ٬ عمران خان د سړكونو نه ٬ د كرپشن په ضد دے٬ ن ليګ د سړكونو په نامه زيات كرپشن كړې٬ د كال 1947ء نه تر كال 2008ء په پاكستان قرضه 6 ټریلینه وه كومه چې آصف زرداری او نواز شریف كال 2008ء نه تر كال 2018ء په مجموعي توګه 27 ټریلینه ته ورسوله۔ په تېر وخت كښې پاكستان سره زيات ظلم وكړے شو ، د اولس وينه نچوړ كړې شوه ٬ نن چې څوك د مګرمچھ اوښكې تويوي هم هغوي د پاكستان اولس ستونزو سره مخ كړې دې۔ هغه د دې خيالاتو خرګندونه د اتوار په ورځ د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل په 4 دسمبر 2002ء ډان ورځپاڼه كښې يو خبر خپور كړے شو كومو كښې چې ووئيلې شؤ چې د اسلام آباد موټروے لګښت 60 اربه روپو نه زيات شوے دے۔ هغه ووئيل د موټروے ټول آمدن 45 کروړه روپۍ دے او دا موټروے د 60 اربه ډالرو په لګښت جوړه شوې ده۔ هغه ووئيل عمران خان د سړكونو نه ٬ د كرپشن په ضد دے ٬ څه وخت چې د لاهور – اسلام آباد موټروے لوظنامه روانه وه ٬ هم دغه وخت په لندن كښې ايون فيلډ اپارټمنټس اغستلې شؤ۔ هغه ووئيل د بده مرغه لوټ كوؤنكو دا پېسه هېواد كښې هم ونه لګوله بلكه دا ئې بهر هېوادونو ته منتقل كړه۔ وفاقی وزیر ووئيل په موټروے ډائيو كمپنۍ ته دوه اربه ډالره مونږ د سود په مد كښې وركړې۔ هغه ووئيل كله چې د هېواد وزيراعظم او د كابينې غړي په ګډه كرپشن كوي نو بيا قومونه تباه كېږي۔ هغه ووئيل د كال 1947ء نه تر كال 2008ء په پاكستان قرضه 6 ټریلینه وه كومه چې آصف زرداری او نواز شریف كال 2008ء نه تر كال 2018ء په مجموعي توګه 27 ټریلینه ته ورسوله۔ هغه ووئيل مونږ په درې كاله كښې 10 اربه ډالره قرضه بېرته وركړه۔ هغه ووئيل په شهباز شريف د 25 اربه روپو كرپشن مقدمه ده۔ دا رقم شهباز شريف ته د هغه د ملازمينو د اكاؤنټس د لارې منتقل كړے شوے دے ٬ دا خو هغه لوټ كړے شوے رقم دے كوم چې مونږ ته معلوم دے كوم چې دې نه علاوه دے د هغې معلومات مونږ سره نشته۔ هغه ووئيل نون ليګ د سړكونو جوړولو له د زر كروړه ګرانې لوظنامې وكړې٬ هم دا هغه مافيا ده د كومې په ضد چې د پاكستان تحريك انصاف جنګ كوي۔ هغه ووئيل نن كه پټرول ٬ سبزيانې يا دالونه ګران دي نو د هغې سبب هم دا كرپشن دے۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل هېواد ته چې كله تېل درآمد كولے شي نو د دې بيعه نړيوال ماركيټ سره تړلې شي٬ كه په بيعو كښې اضافه كېږي نو د هېواد دننه بيعې ټيټولو له په دې سبسډي وركولې شي ولې كه هېواد د قرضونو فشار سره مخ وي نو بيا سبسډي وركولو كښې ستونزې رامخې ته كېږي۔ هغه ووئيل نواز شريف او شهباز شريف نن فريادونه كوي چې مړه شؤ ٬ برباد شؤ ٬ هم د دوئي دلاسه نن هېواد كښې ګراني ده٬ د مګرمچھ اوښكې بهوؤنكو د لاسه پاكستان كښې نن اولس سخت صورتحال سره مخ دے۔