خارجه وزير شاه محمود قريشي په پنځه ورځنې دوره نيويارك ته ورسېد، خارجه وزير به د عمومي اسمبلۍ په 76مه غونډه كښې د ګډون په موقع د بېلا بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو او د ملګرو ملتونو قيادت سره ملاقاتونه كوي

نيويارك 21 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي په پنځه ورځنې دوره نيويارك ته ورسېد. په جان اېف كېنډي هوائي اډه په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازي منير اكرم، په امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد او د پاكستاني سفارت اعلٰی چارواكو د خارجه وزير هركلې وكړو. وزيراعظم عمران خان به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 76مې غونډې ته وېډيوئي وېنا كوي. ، خارجه وزير به د عمومي اسمبلۍ په 76مه غونډه كښې د ګډون په موقع د بېلا بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو او د ملګرو ملتونو قيادت سره ملاقاتونه كوي. خارجه وزير به د كونسل آن فارن ريلېشنز په دستوره كښې وېنا كوي. د وزيراعظم عمران خان لخوا د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 76مې غونډې ته پاليسي وېنا او د خارجه وزير لخوا د نيويارك دورې سره د پاكستان نړيوالو شراكتدارو او نړيوالو ادارو سره د سفارتي روابطو د ودې عكاسي كوي. خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي په نيويارك كښې پاكستان هاٶس ته لاړو چرته چې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازي منير اكرم او سفارتي عملې د خارجه وزير هركلې وكړو. خارجه وزير د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات وليكل