اسلام آباد ۔ 27 اپریل (اے پی پی) د پبلك اكاونټس پارلماني كمېټۍ د هاؤسنګ او تعميراتو وزارت لخوا د ټھلياں هاؤسنګ سكيم په اړه د تېر يوې اونۍ څخه د راتلونكو اشتهارونو څخه د لا علمۍ څرګندونه كولو سره د خزانې وزارت ته حكم وركړې چې د ټھلیاں هاؤسنګ سکیم تو بینک اکاؤنټس دې منجمد كړې شي۔ پی اے سی به په دې اړه 4 كسيزه خاص كمېټي جوړه …
د پبلك اكاؤنټس پارلیماني كمېټۍ غونډه٬ د بين الصوبائي رابطه وزارت او د هاؤسنګ او تعميرات د آډټ اعتراضاتو جاج واخستې شو
اسلام آباد ۔ 27 اپریل (اے پی پی) د پبلك اكاونټس پارلماني كمېټۍ د هاؤسنګ او تعميراتو وزارت لخوا د ټھلياں هاؤسنګ سكيم په اړه د تېر يوې اونۍ څخه د راتلونكو اشتهارونو څخه د لا علمۍ څرګندونه كولو سره د خزانې وزارت ته حكم وركړې چې د ټھلیاں هاؤسنګ سکیم تو بینک اکاؤنټس دې منجمد كړې شي۔ پی اے سی به په دې اړه 4 كسيزه خاص كمېټي جوړه كړې كومه به چې 15 ورځو كښې خپل راپور پي اے سي ته وړاندې كړي۔ پبلک اکاوئنټس کمیټۍ د فېډرل ګورنمنټ ایمپلائز هاؤسنګ فاؤنډېشن سکیمونو كښې د خبريالانو كوټه دوه فيصده څخه كمولو سره د يو فيصد كولو په اړه د اطلاعات او خپرونو وزارت او نورو اړوند ادارو څخه ځواب غوښتلې۔ غونډه د زيارت په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې د پي اے سي چيئرمېن سيد خورشيد احمد شاه په مشرۍ كښې وشوه په كومه كښې چې د کمیټۍ غړو سېناتور اعظم سواتی، سېناتور چوهدری تنویر خان، شفقت محمود ، ډاکټر عذرافضل، ډاکټر درشن ،سید نوید قمر ، پروېز ملک، شاهدہ اختر علی، ډاکټرعارف علوی، سردار عاشق حسېن ګوپانګ، رانا افضال حسېن ، ارشد خان لغاری او د شېخ روحیل اصغر په شمول د اړوند ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔










