د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د اټلي چيف آف آرمي سټاف جنرال ډينيلواريكو وليدل

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د اټلي چيف آف آرمي سټاف جنرال ډينيلواريكو ليدلې د ي۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او په خاص توګه د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د تربيې په څانګو كښې پوځي اړيكو زياتولو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د آئي اېس پي آر له مخې د اټلي چيف آرمي سټاف …

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د اټلي چيف آف آرمي سټاف جنرال ډينيلواريكو ليدلې د ي۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او په خاص توګه د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د تربيې په څانګو كښې پوځي اړيكو زياتولو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د آئي اېس پي آر له مخې د اټلي چيف آرمي سټاف چې جي اېچ كيو ته چې اورسېد نو يوې چټك ډلې ورته سلامي وكړه۔د اټلي چيف آف آرمي سټاف د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو۔د دې نه وړاندې د اټلي پلاوي ته د پاك پوځ آپرېشنل او تربيتي چارو په اړه بريفنګ وركړی شو۔د اټلي چيف آف آرمي سټاف د ترههګرو پھ ضد د پاك پوځ روان عمليات ردالفساد كاميابۍ وستائېلې