پاکستان خارجي سرمايه كارو له په زړه پورې اسانۍ وركوي

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان نېغه په نېغه خارجي سرمايه كارو له په زړه پورې اسانۍ وركوي٬ بهر هېواد كښې د پاكستان غوره پېژندګلې بائد رامخې ته كړې شي۔ اولس مشر دا خبرې د نهې په ورځ ډنمارك لپاره د پاكستان نومولې سفير سید ذوالفقار حېدر ګردېزي سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د اولس مشر سره په ايوان صدر كښې …

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان نېغه په نېغه خارجي سرمايه كارو له په زړه پورې اسانۍ وركوي٬ بهر هېواد كښې د پاكستان غوره پېژندګلې بائد رامخې ته كړې شي۔ اولس مشر دا خبرې د نهې په ورځ ډنمارك لپاره د پاكستان نومولې سفير سید ذوالفقار حېدر ګردېزي سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د اولس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ اولس مشر ووئيل ډنمارك كښې دې تجارتي ورورولي پاكستان كښې په خاص توګه د متبادل توان په اړه د سرمايه كارۍ موقعو څخه خبر كړې شي۔ سفير ته په نوې ذمه واريو مباركي وركولو سره اولس مشر ووئيل د پاكستان او ډنمارك ترمېنځه اګر چې دوه اړخير تجارتي حجم زياتېږي ولې ډنمارك لپاره زمونږ د روايتي او غېر روايتي څيزونو برآمدات لا زياتول پكار دي۔ اولس مشر هيله څرګنده كړه چې نومولي شوي نوي سفير به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا مستحكمې كړي۔ده ووئيل پاكستان او د ډنمارك سره ښې او قوي اړيكې لري او دواړه هېوادونه په نريوالو ادارو كښې د يو بل سره مرسته كوي۔ده سفير ته ووئيل ھغه دې كال 20-2018 له د بشري حقونو په كونسل كښې د پاكستان د كانديد مرستې له هڅې وكړي۔ اولس مشر ووئيل پارلماني غړي او تهنك ټېنك د كوم هم هېواد په پاليسو جوړولو كښې مهم كردار تر سره كوي او دې لپاره دې سفير د ډنمارك طبقاتو سره رابطو لپاره جدي هڅې وكړې دغسې چې ھغوي د مقبوضه كشمير او افعانستان وضعې څخه خبر كړې شي۔ اولس مشر سفير ته ووئيل ھغه دې بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيانو ته موثره قونصلر رسائي وركړې او د ھغوي مسئلو څخه ځان خبر ساتلو لپاره دې رابطې وساتې ۔ اولس مشر ممنون حسېن ډنمارك لپاره د پاكستان نومولې سفير لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او وئ وئيل ھغه دې د ډنمارك ملكه مارګرېټ دوئم له د ھغه د نېكو هيلو پېغام هم ورسوي