ملګري ملتونه ۔7جولائی(اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ په ضد د نوې ستراتيژۍ ملاتړ كړے كومه كښې چې د اسلامو فوبيا ٬ نسل پرستي او زېنوفوبيا مخ نيوے د هدفونو په توګه شامل كړے شوي ۔ پاكستان د فعاله ګامونو د لارې د زياتېدونكي مذهبي او نسلي فرق او اسلامو فوبيا او زېنو فوبيا ېعني غېر ملكيانو څخه د كركې په بنياد د ترهګرۍ رامخې ته كېدونكو نوو خطرو په مخنيوي زور راوړے۔ په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان مستقل استازي عامر خان تېره ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د ترهګرۍ مخنيوي نړيوالې ستراتيژۍ د 7 بیاکتنې غونډې په مهال دا خبره ښكاره کړه چې پاکستان د ترهګرۍ د لاسه تر ټولو زيات اغېزمن شوے هېواد دے. د ګلوبل كاؤنټر ټېررازم ستراتيژۍ (جي سي ټي اېس) بيا كتنې يو مقصد دا دے چې د رامخې ته كېدونكو نوو خطرو او د نړيوالې ترهګرۍ رامخې ته كېدونكو رجحاناتو په رڼا كښې ستراتيژي اړونده او نوې جوړه كړې شي۔ هغه ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا په نړيواله كچه د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د بيا كتنې ستراتيژۍ منظوري سمه ګڼي ځكه چې پاكستان د ګردې نړۍ په بېلو برخو كښې د اسلامو فوبيا او نورو تعصباتو په بنياد په رامخې ته كېدونكو مذهبي او نسلي امتياز ٬ عدم روادارۍ او د تشدد په زياېتدونكو پېښو اندېښنه لري ۔ هيله ده چې په دې لړ كښې به سېكرټري جنرل په راتلونكي رپورټ كښې د رامخې ته كېدونو نوؤ خطرو جاج واخلي۔ هغه ووئيل د ترهګرۍ اصلي سببونو په ګوته كولو له دې نړيواله ورورولي او په خاص توګه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د پخوانو شخړو ٬ د غېر ملكي قبضې ختمولو او د خپلواكۍ حق باوري كولو له ضروري ګامونه پورته كړي۔ هغه ووئيل پاكستان د ترهګرۍ مخنيوي نړيوالې منصوبې معمار دے او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل بندېزونو نظام كښې د ضروري بدلونونو غوښته كوي او د دې خبرې تقاضا هم كوي چې هغه د نسل پرسټۍ ٬ زېنوفوبيا ٬ عدم رواداري ٬ اسلامو فوبيا يا د عدم روادارۍ نورو قسمونو په بنياد د رامخې ته كېدونكو نوو خطرو مخنيوي او د مذهب پېروكارو بدنامۍ ختمولو له د ګامونو دائره پراخا كړي۔ د پاكستان دوهم مستقل استازي عامر خان ووئيل پاكستان خپل اصولي دريځ په په ځاے ساتلے چې ملګري ملتونه دې د خپل باقاعده بجټ د لارې د ترهګرۍ مخنيوي دفتر (يو اېن او سي ټي) ټولو هلو ځلو مالي مرسته وكړي او د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلي دې يو اېن او سي ټي ته په خپل مېنډېټ د عملدرآمد كولو بشپړ اختيار وركړي