فخر زمان ون ډے كركټ كښې 2 زره رنز جوړولو ته نزدے شو

جوهانسبرګ۔3اپرېل(اے پی پی) د پاكستان كركټ لوبډلې نوموړے بېټسمېن فخر زمان ون ډے انټرنېشنل كښې 2 زره رنزد ترسره كولو ته نزدې شوے او دې 32 رنز ته حاجت لري۔ هيله ده چې هغه به د سوئيلي افريقا په ضد روان سيريز كښې دا درناوې ترلاسه كولو كښې كامياب شي۔ فخرزمان تر دې دمه په 48 ون ډے مېچونو كښې د 44.72 اوسط سره 1968 رنز جوړ كړې دي په كومو كښې چې 4 سنچریانې او 13 نيمې سنچريانې شامل دي۔ د هغه تر ټولو غوړه سكور 210 ناټ آؤټ دے۔