په ټول هېواد كښې به د مېرمنو ورځې په موقع د نېټ بال مقابلې د مارچ په 8مه نېټه كېږي

اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) د پاكستان نېب بال فېډرېشن تر سيوري لاندې په ټول هېواد كښې به د مېرمنو ورځې په موقع د نېټ بال مقابلې د مارچ په 8مه نېټه كېږي. د پاكستان نېټ بال فېډرېشن صدر مدثر له مخې پاكستان نېټ بال فېډرېشن به د تېرو كلونو په پشان سږ كال هم د مېرمنو ورځې په موقع د مېرمنو د نېب بال مقابلې كوي. ده ووئيل په دې لړ كښې اېسوسي اېشنز ته هدايت شوے.دا مقابلې به په اسلام آباد، كراچې، لاهور، پېښور او د كوئټه پشمول په نورو ښارونو كښې كېږي.