د خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر په مشرۍ كښې د احساس انډر ګريجويټ سكالرشپ د سټيئرنګ كمېټۍ غونډه،كال 21۔2020 كښې 67000 سكالرشپس لپاره د 6.53 اربه روپو منظوري

APP30-22021 ISLAMABAD: February 22 - Special Assistant to the Prime Minister on Poverty Alleviation and Social Protection, Dr. Sania Nishtar chairs a meeting related to Ehsaas Undergraduate Scholarship Program. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د احساس انډر ګريجويټ سكالرشپ 7مه د سټيئرنګ كمېټۍ غونډه كښې كال 21۔2020 كښې د 67000 سكالرشپس لپاره د 6.53 اربه روپو منظوري وركړې شوې۔ د ګل په ورځ د كال 21۔2020 تعليمي كال بجټ منظورۍ او د كاركردګۍ جاج ا خستو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالي ډاكټر ثانيه نشتر په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د احساس انډر ګريجويټ سكالر شپ د سټيئرنګ كمېټۍ غونډه وشوه۔ كمېټۍ ټول هېواد كښې د 67000 سكالرشپس د ضرورت تر مخه او په ميرټ وركولو له د 6.53 اربه روپو منظوري وركړه ۔ په غونډه كښې د سركاري 125 پوهنتونونو سره د پروګرام فيلډ ايګزيكيوشن جاج هم واخستلے شو۔ډاكټر ثانيه نشتر تعليمي سال 21۔2020 كښې د سكالرشپ وركولو د عمل لا تندولو په حاجت زور راوړو