دا وخت د كورنيو او بهرنيو انتها خوښو په ضد د يو موټې كېدو او ھغوي سره د جنګ دے

سېهون 17 فروري (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د ترهه ګرۍ خاتمې له د خپل حكومت د لوظ پخلي كولو سره پوځ ته واك وركړې چې دښمن چرته هم وي ھغه دې ختم كړې شي۔ د وزيراعظم هاٶس بيان له مخې وزیراعظم د صوفي بزرګ لعل شهباز قلندر په درګاه د بمي چاودنې نه پس د امن او امان د صورتحال جاج لپاره د جمعې په ورځ د …

سېهون 17 فروري (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د ترهه ګرۍ خاتمې له د خپل حكومت د لوظ پخلي كولو سره پوځ ته واك وركړې چې دښمن چرته هم وي ھغه دې ختم كړې شي۔ د وزيراعظم هاٶس بيان له مخې وزیراعظم د صوفي بزرګ لعل شهباز قلندر په درګاه د بمي چاودنې نه پس د امن او امان د صورتحال جاج لپاره د جمعې په ورځ د غونډې مشري كوله۔ د سندھ ستر سېكتر وزريراعظم د دړدناكې پېښې په اړه خبر كړو كومه كښې چې 83 كسان شهيدان ٬ 343 ژوبل شوي كومو كښې چی د 76 كسانو حالت اندېښمن دې۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د اولنۍ ورځې نه خپل تشخص لپاره جنګ كوي ٬ د امن او خوشحالۍ مقصد ترلاسه كولو كښې د هر رياست په تاريخ كښې ھغه عناصرو مخالفت كړې كوم چې د بربريت دور راوستلو هڅې كوي۔ وزیراعظم ووئيل د تېرو څو كالو راهېسې مونږ داخلي او خارجي دښمنانو سره جنګېږو ٬ مونږ نازك پړاؤ څخه تېرېږو۔ ده ووئيل دا وخت د انتها خوښو په ضد د يو موټې كېدو او ھغوي سره د جنګ وخت دې ، زه خپلو وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوٶنكو ادارو ته امر كوم چې دښمن كه هر ځائ وي د پوره رياستي قوت سره دې ختم كړې شي۔ ده ووئيل د دې جنګ خاتمه به زمونږ د مثبت اقدارو پشمول د اولس بريا سره وشي ۔ په غونډه كښې د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه٬ د خزانې وزير اسحق ډار٬ داخله وزير چوهدري نثارعلي خان٬ د سندھ ګورنر محمد زبېر او د سندھ اعلٰې وزير مراد علي شامه ګډون وكړو۔(