د افغان سفارت چارواكي جي اېچ كيو ته طلب كړے شول

پېنډې 17 فروري (اے پي پي) د افغان سفارت چارواكو د جمعې په ورځ سهار د پېنډې جي اېچ كيو ته طلب كړے شول او دوي ته په پاكستان كښې د ترهګرو لخوا ترهګرې لپاره د افغان خاورې په كارولو احتجاج وكړے شو۔ د سفارت چارواكو ته د 76 انتهائي مطلوب ترهګرو لسټ هم وسپارل شو۔ د آئي اېس پي آر د ډي جي مېجر جنرال آصف غفور د ټويټ …

پېنډې 17 فروري (اے پي پي) د افغان سفارت چارواكو د جمعې په ورځ سهار د پېنډې جي اېچ كيو ته طلب كړے شول او دوي ته په پاكستان كښې د ترهګرو لخوا ترهګرې لپاره د افغان خاورې په كارولو احتجاج وكړے شو۔ د سفارت چارواكو ته د 76 انتهائي مطلوب ترهګرو لسټ هم وسپارل شو۔ د آئي اېس پي آر د ډي جي مېجر جنرال آصف غفور د ټويټ له مخې د افغان سفارت چارواكو ته وئيلي شوي دي چې د دې ترهګرو په ضد دې په سمدستي توګه كارروائي وكړې شي يا دې مونږ ته وسپارل شي۔