پاكستان نړيوالې ټولنې او په خاص توګه ګاونډيانو سره د سوله ايزو اړيكو په ځائ ساتلو خواهش لري

اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې پاكستان امن خوښې هېواد دے٬ پاكستان نړيوالې ټولنې او په خاص توګه ګاونډيانو سره د سوله ايزو اړيكو په ځائ ساتلو خواهش لري٬ د قومي ګټو تحفظ او د كوم هم حارحيت په ضد د پولو د دفاع پوخ عزم لرو۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ په پاكستان اېروناټيكل كمپلېكس كامره …

اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې پاكستان امن خوښې هېواد دے٬ پاكستان نړيوالې ټولنې او په خاص توګه ګاونډيانو سره د سوله ايزو اړيكو په ځائ ساتلو خواهش لري٬ د قومي ګټو تحفظ او د كوم هم حارحيت په ضد د پولو د دفاع پوخ عزم لرو۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ په پاكستان اېروناټيكل كمپلېكس كامره كښې د جے اېف 17 تهنډر الوتكې پاك فضائيه ته د سپارلو په اړه يوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې په هېواد كښې د دفاع الاتو په تياري كښې خودانحصاري د قومي دفاع د قوي كولو يواځنې ذريعه ده۔ وفاقي وزير خواجه محمد آصف ووئيل چې حكومت په سباؤن كښې پاك فضائيه ته آپرېشنل الوتكو او په خاص توګه جے اېف 17 تھنډر الوتكو پروګرام لپاره فنډ وركولو ته پوخ عزم لري۔ وفاقي وزير په ضرب عضب عملياتو كښې د پاك فضائيه كردار وستائيلو د كومو په نتيجه كښې چې نه يوازې په هېواد كښې امن او امان راغلې۔ خواجه محمد آصف د جے اېف 17 تهنډر الوتكو په شريكه تياري كښې په مرسته كولو د چين مننه وكړه۔ دستورې ته د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل سهېل امان هم وېنا وكړه او وې وئيل چې د جے اېف 17 تهنډر الوتكو صلاحيت په نړۍ كښې د جدت د څلورم پړاؤ جنګي الوتكو صلاحيت سره موازنه كېدے شي۔