پېښور، حیات آباد كښې ځانمرګي بريد٬ دوه كسان مړه٬ د مېرمنو پشمول 4 كسان پټيان

پېښور 15 فروري (اے پي پي)د پېښور حيات آباد كښې د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې دوه كسان مړه او د درېو مېرمنو پشمول 4 كسان ټپيان شوي دي ۔ پوليس له مخې د شورو په ورځ د حيات آباد ستاره ماركيټ سره نزدې ځانمرګي بريد كوٶنكي خپل موټر سائيكل د قاضيانو ګدې سره ټكر كړو چې په نتيجه كښې ئې زوروره چاٶدنه وشوه٬ د چاٶدنې په نتيجه كښې د …

پېښور 15 فروري (اے پي پي)د پېښور حيات آباد كښې د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې دوه كسان مړه او د درېو مېرمنو پشمول 4 كسان ټپيان شوي دي ۔ پوليس له مخې د شورو په ورځ د حيات آباد ستاره ماركيټ سره نزدې ځانمرګي بريد كوٶنكي خپل موټر سائيكل د قاضيانو ګدې سره ټكر كړو چې په نتيجه كښې ئې زوروره چاٶدنه وشوه٬ د چاٶدنې په نتيجه كښې د ګاډې ډرائيور خورشيد په ټكي مړ شوې۔ سي سي پي او طاهر خان ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل چاٶدنه كښې د سول جج آصف جدون پشمول 5 كسان ژوبل شوي چې پكښې درې مېرمنې هم شاملې دي۔ ده ووئيل د ابتدائي پلټنو له مخې چاٶدنه كښې 15 كلوګرامه بارودي مواد كارولې شوي۔ ده ووئيل د بريد كوٶنكي سر او ښپې ترلاسه شوې ۔ سي سي پي او ووئيل په سركاري ګاډي كښې د عدالت مارمندان ناست وو