اولس مشر د ډرائیونګ لائسنس جوړولو لپاره د اسلام آباد ټریفک پولیس دفتر ته لاړ

اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) اولس مشر د ډرائیونګ لائسنس جوړولو لپاره د شورو په ورځ د اسلام آباد ټریفک پولیس دفتر ته لاړو۔ اولس مشر د عام وګړي غوندې د ډرائیونګ لائسنس ترلاسه كولو له د معمول ټوله تګلاره ترسره كړه۔ اولس مشر خپل ټوکن لمبر پخپله ترلاسه كړو او د اړوندو پوښتنو ځواب ئې وركړو۔ ده د اسلام آباد ټریفك پولیس پیشه وره صلاحیت، دیانتداری او …

اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) اولس مشر د ډرائیونګ لائسنس جوړولو لپاره د شورو په ورځ د اسلام آباد ټریفک پولیس دفتر ته لاړو۔ اولس مشر د عام وګړي غوندې د ډرائیونګ لائسنس ترلاسه كولو له د معمول ټوله تګلاره ترسره كړه۔ اولس مشر خپل ټوکن لمبر پخپله ترلاسه كړو او د اړوندو پوښتنو ځواب ئې وركړو۔ ده د اسلام آباد ټریفك پولیس پیشه وره صلاحیت، دیانتداری او د اولس لپاره ښه خذمات وستائل۔اولس مشر دا خبره وستائله چې د ډرائیونګ لائسنس درخواست وركونكو له د يو چھت لاندې طبی معائنه ، فوټو ګرافر او د معمول فیس جمع كولو اسانۍ وركولې شي ۔ په دې مهال اولس شمر ممنون حسېن د خلقو سره هم كيده كاته وكړه او د هغوي تپوس پوښټنه ئې وكړه۔د اسلام آباد ټریفك پولیس دفتر په رسېدو د اولس مشر د اسلام آباد آئی جی ، ټريفك اېس اېس پی د اولس مشر هركلے وكړو او هغه ئې د خپل دفتری چارو څخه خبر كړو۔اولس مشر ممنون حسېن دې نه وړاندې کراچۍ څخه ډرائیونګ لائسنس ترلاسه كړې ؤه خو اوس هغه د اسلام آباد څخه د لائسنس تجدید وکړو۔ په دې لړ كښې د ټریفك پولیس د قانون له مخې این او سی جاری کړې ده