اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) د افغان مشن دوهم سفير خارجه دفتر ته راوبللې شوې او افغانستان كښې د جماعت الاحرار پټو ځايونو نه پاکستان كښې پرله پسې د ترهه ګرۍ په بريدونو ورته اندېښنه څرګنده كړې شوې ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې دوهم سيكتر (یو این او اروپائي كمېسون) د شورو په ورځ د افغانستان مشن دوهم مشر سید عبدالناصر خارجه دفتر ته راوبللو او …
د افغان مشن دوهم سفير خارجه دفتر ته راوبللې شو
اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) د افغان مشن دوهم سفير خارجه دفتر ته راوبللې شوې او افغانستان كښې د جماعت الاحرار پټو ځايونو نه پاکستان كښې پرله پسې د ترهه ګرۍ په بريدونو ورته اندېښنه څرګنده كړې شوې ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې دوهم سيكتر (یو این او اروپائي كمېسون) د شورو په ورځ د افغانستان مشن دوهم مشر سید عبدالناصر خارجه دفتر ته راوبللو او په افغانستان كښې د ترهه ګر تنظیم جماعت الاحرار پټو ځايونو څخه په پاکستان كښې پرله پسې د ترهه ګرۍ په بريدونو ورته د اندېښنې په اړه ووئېل شول ۔ په دې مهال د افغان مشن دوهم مشر پام د پاکستان د اړخه افغانستان ته د وركړې شوو استخباراتي معلوماتو پلو راوګرځولې شو پھ كومو چې هيڅ ډول کارروائی نه ده شوې۔ د افغانستان په حکومت زور راوړلې شو چې د خپلو سيمو څخه آپریټ كونكې ترهه ګرو ، د هغووي پټو ځايونو او هغوي له د مالي مرستې وركونكو ختمولو پھ اړه ګامونه پورته كړي۔ د افغان مشن دوهم مشر ته د ترهه ګرۍ بريدونو او نور اړوند تفصیلات هم وركړې شول۔











