اولس مشر ممنون حسېن د مومند اېجنسې په چاودنه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي وكړه

اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د مومند اېجنسې په چاودنه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي كړې او وئيلي ئې دي چې ځان قربانولو سره د ترهګرو لار نيوونكي په قوم احسان كوونكي دي۔ ده ووئيل چې د ترهګرې خاتمه كولو سره به د اولس د ځان او مال ساتنه كولې شي۔ اولس مشر په مومند اېجنسې كښې د ترهګرې هڅې په …

اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د مومند اېجنسې په چاودنه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي كړې او وئيلي ئې دي چې ځان قربانولو سره د ترهګرو لار نيوونكي په قوم احسان كوونكي دي۔ ده ووئيل چې د ترهګرې خاتمه كولو سره به د اولس د ځان او مال ساتنه كولې شي۔ اولس مشر په مومند اېجنسې كښې د ترهګرې هڅې په شنډولو اړوند چارواكو ته شاباشې وركړو۔ اولس مشر په دې موقع د حق رسېدليو بخښنې لپاره دعا هم وكړه۔