د پوليس افسرانو او ځوانانو په قربانۍ د عمران خان ټكونه د افسوس وړ دي

اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې كوم پولیس افسرانو او ځوانانو چې د خپل ژوند قرباني وركړې په ھغوي د عمران خان په ټكونو اسوس شوې۔ عمران خان له پكار دي چې نېشنل اېكشن پلان كښې د خېبر پښتونخوا په كاركردګۍ غور وكړي٬ په كومو شهيدانو چې ته تنقيد كوې مونږ په ھغوي وياړ لرو٬ وخت د اړي …

اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې كوم پولیس افسرانو او ځوانانو چې د خپل ژوند قرباني وركړې په ھغوي د عمران خان په ټكونو اسوس شوې۔ عمران خان له پكار دي چې نېشنل اېكشن پلان كښې د خېبر پښتونخوا په كاركردګۍ غور وكړي٬ په كومو شهيدانو چې ته تنقيد كوې مونږ په ھغوي وياړ لرو٬ وخت د اړي ګړي نه دې د يوالي دے٬ د وفاق او صوبائي حكومتونو د كاميابې لائحې او په نېشنل اېكشن پلان د عملدرآمد د لارې د ترهه ګرۍ پېښې 80 فيصده كمې شوې دي۔ د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې دې ووئيل چې مونږ درې نيم كاله د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره قربانۍ وركړې چې پكښې د امنيتي ادارو ٬ صوبائي داخله وزير شهید کرنل شجاع خانزادہ، بې ګناه وګړو او د بېلا بېلو سياسي ګوندونو كاركنانو قربانۍ شاملې دي۔ مريم اورنګزېب ووئيل دا وخت د اړي ګړي خپرولو نه دې د يوالي دے٬ د وفاق او صوبائي حكومتونو د كاميابې لائحې او په نېشنل اېكشن پلان د عملدرآمد د لارې د ترهه ګرۍ پېښې 80 فيصده كمې شوې۔ د اطلاعاتو دوهمې وزيرې ووئيل عمران خان له پكار دي چې نېشنل اېكشن پلان كښې د خېبر پښتونخوا په كاركردګۍ غور وكړي