د ترهه ګرۍ په ضد جنګ به تر منطقي انجام رسولې شي

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د ترهه ګرۍ په ضد جنګ به تر منطقي انجام رسولې شي٬پھ دې جنګ كښې كاميابي ترلاسه كولو له پاك پوځ او نورو ادارو قربانۍ وركړي٬څوك دې دا ونھ ګڼي چې مونږ به په ترهه ګرو بريدونو د خپل عزم نه په شا شو٬مونږ به په قامي عزم دښمن له ماتې وركوو ٬ ترهه ګري ختمول زمونږ …

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د ترهه ګرۍ په ضد جنګ به تر منطقي انجام رسولې شي٬پھ دې جنګ كښې كاميابي ترلاسه كولو له پاك پوځ او نورو ادارو قربانۍ وركړي٬څوك دې دا ونھ ګڼي چې مونږ به په ترهه ګرو بريدونو د خپل عزم نه په شا شو٬مونږ به په قامي عزم دښمن له ماتې وركوو ٬ ترهه ګري ختمول زمونږ قامي فرض دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د امن په حقله د يوې غونډي مشرۍ كښې وكړه۔په غونډه كښې د پنجاب اعلٰی وزير شهباز شريف٬د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان٬د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬د وزيراعظم سلاحكار ناصر خان خان جنجوعه٬د صوبائي كابينې غړو او نورو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔وزيراعظم ووئيل مونږ د خپلو پوليس افسرانو او اهلكارو قرباني هېرولې نه شو٬مونږ د يو قام په حېث په دې جنګ كښې پھ حق ولاړ يو٬مونږ به ډېر زر د ترهه ګرۍ لعنت له ماتې وركړو۔ وزيراعظم ووئېل د دغه ترهه ګرو عناصرو په ضد مونږ يوه لاره لرو او په دغه لاره مونږ په كاميابۍ سره عمل كوو۔په دې موقع د سي ټي ډي دوهم آئي جي وزيراعظم سره بريفنګ ورګړو۔ده ووئيل د سي سي ټي وي فوټېج پلټنو كښې تندي راوستل مرستياله ګرځېدلي۔د سي ټي ډي مشر د غونډې پھ مهال ووئيل په 2016 كښې د ترهه ګرو 12 ناوړه عزائم ناكامه كړې شوې٬ 231 ترهه ګر وژلې شوي٬د پنجاب سي ټي ډي 769 ترهه ګر نيولي٬زمونږ اتلانو قربانۍ وركړي او مونږ به قام مايوسه نه كړو