اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د كېپيټل سټي لپاره د ټرافېك منيجمنټ پلان منظوري وركړې ده چې مقصد يې د ټرافېك فشار كمول او د اسلام آباد په بېلو لارو وګړو ته د ټرافېك پیښې مسئلې لرې كول دي۔نوې ټرافېك منيجمنټ پلان كوم چې د ګل ورځې څخه د چيف كمشنر او اېډېشنل آئي جي په نګرانۍ كښې پېل …
د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د كېپيټل سټي لپاره د ټرافېك منيجمنټ پلان منظوري وركړه
اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د كېپيټل سټي لپاره د ټرافېك منيجمنټ پلان منظوري وركړې ده چې مقصد يې د ټرافېك فشار كمول او د اسلام آباد په بېلو لارو وګړو ته د ټرافېك پیښې مسئلې لرې كول دي۔نوې ټرافېك منيجمنټ پلان كوم چې د ګل ورځې څخه د چيف كمشنر او اېډېشنل آئي جي په نګرانۍ كښې پېل شوې دوه پړاونه لري۔د ګل د ورځې څخه لس تر لسو ورځو د اولس خبرتيا كمپائن پېل شوې۔د دې نه پس به 30 ورځو كښې په دې سختۍ سره عمل كولې شي۔د كورنيو چاور وزير منظور شوي پلان له مخې به ستراتېژېكي وړومبې پړاؤ كښې به د كېپيټل سټي څلور لوې لارې كشمير هائي وے٬اسلام آباد هائي وے٬مري روډ او ايكسپرېس وے شاملې وي۔د دې لپاره به د آئي جي ټرافېك پوليس زياتې اهلكار په ځائ كوي۔د دې نه پس به نورې سترې لارې هم په دې پلان كښې شاملولې شي۔داخله وزير د كورنيو چارو سېكتر ته سپارښتنه كړې چې اسلام اباد او په صوبو كښې د وسلې لائسنسونو جاري كولو او د ګاډو رجسټرېشن پھ لړ كښې يو ډول پالېسي جوړولو له صوبې اعتماد كښې واخلي۔د وسلې په لائسنسونو د بندېز ختمولو په اړه داخله وزير سپارښتنه وكړه چې د وسلې لائسنسونو جاري كولو له يو جامعه ستراتېژي جوړه كړئ۔ده د آئي سي ټي انتظاميې ته سپارښتنه وكړه چې د اسلام اباد په تعليمي ادارو كښې د نشه اي توكو خرڅونكو په ضد كمپائن ګړندې كړئ۔د آئي سي ټي انتظاميې ووئيل د خوراك څښاك څيزونو كښې د ملاوټ كوونكو او غېر معياري څيزونو خرڅونكو په ضد روان كمپائن كښې چهاپې وهلې شوې او زياتره هوټلې جرمانه كړې شوي دي











