لاهور 13 فروري (اے پي پي)د لاهور سترې لارې او پنجاب اسمبلۍ په وړاندې په چيئرنګ كراس د كميسټ اينډ ډرګ اېسوسي اېشن احتجاج په مهال د چاودنې پھ نتيجه كښې ډي آئي جي ټرافېك چيف آفسر كېپټن(ر)سيد احمد مبين او اېس اېس پي زاهد نواز ګوندل شهيدان شوې دي دغسې ګڼ كسان ژوبل شوي۔د پیښې اطلاع ترلاسه كېدو سره د رېسكيو 1122 پشمول د ذيلي انتظاميې مرستېاله ډلې او …
چيئرنګ كراس چاودنه٬ ډي آئي جي كېپټن(ر)سيد احمد مبين او اېس اېس پي زاهد نواز ګوندل شهيدان٬ګڼ ژوبل
لاهور 13 فروري (اے پي پي)د لاهور سترې لارې او پنجاب اسمبلۍ په وړاندې په چيئرنګ كراس د كميسټ اينډ ډرګ اېسوسي اېشن احتجاج په مهال د چاودنې پھ نتيجه كښې ډي آئي جي ټرافېك چيف آفسر كېپټن(ر)سيد احمد مبين او اېس اېس پي زاهد نواز ګوندل شهيدان شوې دي دغسې ګڼ كسان ژوبل شوي۔د پیښې اطلاع ترلاسه كېدو سره د رېسكيو 1122 پشمول د ذيلي انتظاميې مرستېاله ډلې او ايمبولينسز د پېښې ځاې ته رسېدلي او د مرستې هلې ځلې پېل كولو سره يې ژوبل كسان روغتونونو ته رسولي۔چاودنه دومره زوروره وه چې د نزدې وادنو ښښې ماتې شوي۔د پیښې په ځاې په ګڼو ګاډو اور لګېدلې۔د احتجاجي مظاهرچيانو سره خبرو اترو له راغلې ډي آئي جي او د سي ټي او لاهور كېپټن(ر)احمد مبين او اېس اېس پي زاهد نواز ګوندل هم په چاودنه كښې شهيدان شوي دغسې نور ګڼ كسان ژوبل شوي هم دي











