د پاك چين اقتصادي راهدۍ تر مخه بحر هند د نړيوال سياست د يو مركز پھ توګه رامخې ته شوې

كراچۍ 13 فروري (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د پاكستان او چين اقتصادي راهدۍ تر مخه بحر هند د نړيوال سياست يو مركز پھ توګه رامخې ته شوې٬زيات شوې سمندري تجارت او په سمندري لارو زيات انحصار د نړۍ اولس لپاره د بحر هند اهميت زيات كړی۔د دې خيالاتو څرګندونه ده 7م نړيوال ميري ټائم كنفرنس اختتامي دستورې ته وېنا مښې وكړه۔د پاكستان او نړۍ …

كراچۍ 13 فروري (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د پاكستان او چين اقتصادي راهدۍ تر مخه بحر هند د نړيوال سياست يو مركز پھ توګه رامخې ته شوې٬زيات شوې سمندري تجارت او په سمندري لارو زيات انحصار د نړۍ اولس لپاره د بحر هند اهميت زيات كړی۔د دې خيالاتو څرګندونه ده 7م نړيوال ميري ټائم كنفرنس اختتامي دستورې ته وېنا مښې وكړه۔د پاكستان او نړۍ د بېلو هېوادونو پبلك او پرائيوټ سېكټر سره تعلق لرونكو شخصياتو ته په كنفرنس كښې د ګډون كولو په سوب د خيالاتو څرګندونې موقعې ترلاسه شوې۔دستورې ته خواجه آصف ووئيل بحر هند د نړيوال سياست يو مركز په توګه رامخې ته شوې ځكه چې د نړۍ د دفاعي ګټې رجحان دې سيمې پلو دے۔ده ووئيل سي پیك او د ګوادر پورټ فعالېدو سره به شمالي بحيره عرب كښې سمندري هلې ځلې زياتې شي چې په نتيجه كښې به يې د سمندري تجارت لپاره د پاك بحريه د امن او استحكام په ځاې ساتلو ذمه واري هم زياته شي۔ده د پاك بحريه دفاع او د امن او استحكام په ځاې ساتلو لپارع او په دې لړ كښې د نورو هېوادونو د سمندري ځواكونو سره اجتماعي ګامونه پورته كول وستائېل۔ده باور لرلو سره ووئېل د كنفرنس په قدر وړ وړاندېزونو به حكومت غور كوي او د منظورۍ لپاره به ئې هڅې كوي۔د دې نه وړاندې چيف آف نيول سټاف اېډمرل محمد ذكاﺀالله اختتامي كلمات كښ ووئيل د اقتصادي راهدارۍ او سمندري لارو رابطو له د اقداماتو سره به سيمه كښې اقتصادي استحكام له لار هواره شی۔ده ووئيل سي پیك پھ سيمه كښې د پرمختګ يوه پروژه ده٬د سي پیك او ګوادر پیل فعاله كېدو سره به اقتصادي پرمختګ له مرسته ترلاسه شي۔د دفاع وزير د كنفرنس په مهال د آرټيكل او پوسټل جوړولو په سيالۍ كښې د پاك بحريه كالج او پوهنتون زده كوونكو له مباركي وركړه۔(