اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي وفاقي حكومت د سندھ د اولس پرمختګ ته پام لرنه كوي٬د سكهر نه تر ملتان موټروے٬د حېدر آباد موټروے او د توان ترجيحي پروژې د سندھ اولس لپاره زمونږ د حكومت ډالۍ دي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د ټهټه نه راغلي د مسلم ليګ(ن)د قامي اسمبلۍ غړي سيد اياز علي شاه شېرازي په مشرۍ كښې يو …
وفاقي حكومت د سندھ پرمختګ ته پام لرنه كوي٬د سكهر نه تر ملتان موټروے٬د حېدر آباد موټروے او د توان پروژې د سندھ اولس لپاره زمونږ د حكومت ډالۍ دي
اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي وفاقي حكومت د سندھ د اولس پرمختګ ته پام لرنه كوي٬د سكهر نه تر ملتان موټروے٬د حېدر آباد موټروے او د توان ترجيحي پروژې د سندھ اولس لپاره زمونږ د حكومت ډالۍ دي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د ټهټه نه راغلي د مسلم ليګ(ن)د قامي اسمبلۍ غړي سيد اياز علي شاه شېرازي په مشرۍ كښې يو پلاوي سره وزيراعظم هاؤس كښې د خبرو په مهال وكړې۔وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت ګرين لائن ماس ټرانزټ پروژې د كراچۍ سركلر رېلوے او د كراچۍ ايكسپرېس وے پشمول د كراچۍ اولس لپاره د ټرانسپورټ پروژو ته په خاص پام لرنه كوي ځكه چې كراچۍ د پاكستان اقتصادي مركز دے۔ده د ټهټه د تږ او اولسي غونډې ته د وېنا كولو بلنه قبوله كړه۔په پلاوي كښې د صوبائي اسمبلۍ غړي سيد اعجاز علي شاه شېرازي د قامي اسمبلۍ پخوانې غړې سيد شفقت شاه شېرازي او د ټهټه ډسټركټ چيئرمېن حاجي حنيف شامل وو











