وزيراعظم د ځنګلي حيات تحفظ د قامي كونسل د بحالې اصولي منظوري وركړه

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د ځنګلي حيات د تحفظ او د قامي كونسل د بحالۍ اصولي منظوري وركړې ده ۔ د ځنګلي حيات تحفظ او د قامي كونسل بحالي د پاكستان وزيراعظم لخوا د ګرين پاكستان د پاليسۍ د اصلاحاتو برخه ده۔ په دې لړ كښې د ګل په ورځ د وزيراعظم د دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي قامي …

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د ځنګلي حيات د تحفظ او د قامي كونسل د بحالۍ اصولي منظوري وركړې ده ۔ د ځنګلي حيات تحفظ او د قامي كونسل بحالي د پاكستان وزيراعظم لخوا د ګرين پاكستان د پاليسۍ د اصلاحاتو برخه ده۔ په دې لړ كښې د ګل په ورځ د وزيراعظم د دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي قامي كونسل د وائلډ لائف پالېسې يو لوي فورم دے كوم چې په تېر حكومت كښې ناكاره كړې شوې٬ بيان كښې وئېلې شوي د بحالې نه پس به د ځنګلي حيات تحفظ باوري كولو له په قامي كونسل كښې صوبائي نمائندګي وركولې شي ٬ په بيان كښې وئيلي شوي د كونسل بحالې سره به پاكستان د ځنګلي حيات د غېر قانوني تجارت مخ نيوي له او د ځنګلي حيات تحفظ لپاره خپلې نړيوالې ذمه وارې ترسره كړي