اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي)د بلوچستان ګورنر محمود خان اچكزئي وئېلي دي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژې بشپړېدو سره به سيمه كښې په لويه توګه تجارتي او معاشي هلې ځلې پېل شي٬د بلوچستان ځينې غريزو سيمو ته د نېشنل پارك درجه وركړی كېږي۔د ګل په ورځ مېډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاكستان او آسټرېليا په خپلو كښې د اوږدې مودې راهسې د ملګرتيا اړيكې لري …
د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژې سره به سيمه كښې په لويه توګه تجارتي او معاشي هلې ځلې پېل شي
اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي)د بلوچستان ګورنر محمود خان اچكزئي وئېلي دي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژې بشپړېدو سره به سيمه كښې په لويه توګه تجارتي او معاشي هلې ځلې پېل شي٬د بلوچستان ځينې غريزو سيمو ته د نېشنل پارك درجه وركړی كېږي۔د ګل په ورځ مېډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاكستان او آسټرېليا په خپلو كښې د اوږدې مودې راهسې د ملګرتيا اړيكې لري او په بېلو څانګو كښې د شريكې مرستې د لارې دا اړيكې لا مستحكم كېدې شي۔ده ووئيل د بلوچستان ځينې غريزو سيمو ته د نېشنل پارك درجه وركړې كېږي دغسې چې هلته د ځنګلي ځناورو او بوټو تحفظ وكړې شي











