امریکې سره د اوږدې مودې اړيكي غواړو، پاکستان د کشمیر مسئلې حل له په ټول فورمز غږ پورته كوي

کراچۍ 11 فروری (اے پی پی) د وزیر اعظم د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزیز وئيلي دي امریکې سره د اوږدې مودې اړيكي غواړو، هند هر ډول هڅه كوي چې د كشمير مسئلې څخه د نړۍ پام وګرځوي ٬ حافظ سعيد دنېشنل ايكشن پلان ترمخه نظر بند كړې شوے٬پاکستان د کشمیر مسئلې حل له په ټول فورمز غږ پورته كوي، په پاکستان د سفر بندیزونو په اړه په كوم تجویز …

کراچۍ 11 فروری (اے پی پی) د وزیر اعظم د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزیز وئيلي دي امریکې سره د اوږدې مودې اړيكي غواړو، هند هر ډول هڅه كوي چې د كشمير مسئلې څخه د نړۍ پام وګرځوي ٬ حافظ سعيد دنېشنل ايكشن پلان ترمخه نظر بند كړې شوے٬پاکستان د کشمیر مسئلې حل له په ټول فورمز غږ پورته كوي، په پاکستان د سفر بندیزونو په اړه په كوم تجویز غور نه دې روان۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ پاکستان انسټی ټیوټ آف انټرنیشنل افیئرز كښې میډیا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د وزیراعظم محمد نواز شریف د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره وړومبۍ رابطه ښه وه ،مونږ د امريكې سره ځينې شريك مقصدونه لرو چې پكښې د افغانستان صورتحال، د ترهه ګري ختمول او تجارت زياتول شامل دي۔ ده ووئيل د امریکې نوي انتظامیې سره ښه او د اوږدې مودې اړيكي غواړو۔ ده ووئيل هند هڅه كوي چې د کشمیر مسئلې څخه د نړۍ پام وګرځوي او په پاکستان بې بنسټه تورونه ولګولې شي۔ ده ووئيل د هند د اړخه چې كله په لائن آف کنټرول ډزي شوي نو پاکستان ئې ځواب وركړے۔ سرتاج عزیز ووئيل اوس هند كښې دننه غږ پورته كيدل پيل شوي چې د كشمير مسئله يو حقیقت دے د دې به حل لټول وي۔ ده ووئيل پاکستان د كشمير مسئلې حل له په ټول نړيوال فورمز غږ پورته كوي او ما پخپله په فلور آف دی هاؤس د کشمیر مسئلې رامخې ته كولو او په دې داړه پالیسی بیان هم وركړے۔ ده ووئيل د دې مسئلې مستقل حل له د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر او امنيتي کونسل ته څو وارې خطونه لېږلې شوي۔ ده ووئيل د حافظ سعید د نظر بندۍ مسئله د دكورنيو چارو وزارت ده په دې كښې دې فارن آفس شامل نه كړې شي ، هغه د نېشنل ایکشن پلان ترمخه نظر بند کړې شوے۔