د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ صدر په پاکستان سټاك ایکسچینج د بريد غندنه وكړه، حکومت او اولس سره د يووالي څرګندونه

ملګري ملتونه 01 جولائی (اے پی پی) د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ صدر تجانی محمد بندی کراچۍ كښې په پاکستان سټاك ایکسچینج د ترهه ګرۍ بريد غندنه كولو سره حکومت او اولس سره د يووالي څرګندونه كړې ده ۔ د صدر وياند رېم ابازا ووئيل د جنرل اسمبلۍ صدر په 29 جون په پاکستان سټاك ایکسچینج په شوي بريد دړديدلے دے او د هر ډول ترهه ګرۍ كاروائيو غندنه …

ملګري ملتونه 01 جولائی (اے پی پی) د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ صدر تجانی محمد بندی کراچۍ كښې په پاکستان سټاك ایکسچینج د ترهه ګرۍ بريد غندنه كولو سره حکومت او اولس سره د يووالي څرګندونه كړې ده ۔ د صدر وياند رېم ابازا ووئيل د جنرل اسمبلۍ صدر په 29 جون په پاکستان سټاك ایکسچینج په شوي بريد دړديدلے دے او د هر ډول ترهه ګرۍ كاروائيو غندنه كوي۔ ده ووئيل د جنرل اسمبلۍ صدر د پاکستان حکومت او اولس سره د يووالي څرګندونه كوي۔ دا خبره دې ياده وي په 29 جون په پاکستان سټاك ایکسچینج 4 ترهه ګرو بريد كړے ؤ چې پكښې امنيتي ګارډز او د پولیس سب انسپکټر شهيدان شوي وؤ دغسې پولیس ټول ترهه ګر وژلي وو

مزید خبریں