واشنګټن ۔ 30 جون (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره يو لكه 28 زره څخه زياته شوي ۔ د نهې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې امریكا كښې تر اوسه 26 لكهه 81 زره څخه زيات كسان په كورونه رنځ اخته شوي، هيواد كښې دا مهال د كورونا فعاله رنځورانو شميره 14لكهه څخه زياته ده۔بلخوا چارواكو وئيلي دي د امریكې كیلیفورنیا ریاست په زندانونو كښې 2600 څخه زيات بنديوان د كورونا له امله ځپلے شوي۔ د كیلیفورنیا ګورنر ګیون نیوسوم ميډيا ته ووئيل په دې كښې يو زر څخه زيات بنديوان سین كوئنټن په زندانونو كښې ځپلے شوي۔ ده ووئيل كیلیفورنیا كښې په مجموعی توګه 2589 بنديوانو كښې د كورونا وائرس تصدیق شوے ۔ دا خبره دې ياده وي امریكا په ټوله نړۍ كښې تر ټولو زيات ځپلے شوے هيواد دے۔ امریكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره تر تشویشناك حده زياتېږي ، هيواد كښې د كورونا فعاله رنځورانو شميره 1435851 ده دغسې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 128783 ته رسيدلې ده۔(