افغانستان٬ تخار ولايت كښې د طالبانو لخوا په امنيتي پوسته بريد٬ څلور افغان سرتېري او درې طالبان مړه

کابل 26 جون (اے پي پي) د افغانستان په قطبي تخار ولايت كښې د طالبانو لخوا په امنيتي پوسته د بريد په نتيجه كښې درې طالبان وژلے شوي او دغسې په بريد كښې څلور افغان سرتېري هم مړه شوي دي۔ حکومتي وياند محمد جواد هجيري ووېيل د جمعې په ورځ سهار طالبانو د تالقان ښار په چقلو سيمه كښې د سرتېرو په پوسته بريد كړے ۔د پوليس لخوا د ځوابي …

کابل 26 جون (اے پي پي) د افغانستان په قطبي تخار ولايت كښې د طالبانو لخوا په امنيتي پوسته د بريد په نتيجه كښې درې طالبان وژلے شوي او دغسې په بريد كښې څلور افغان سرتېري هم مړه شوي دي۔ حکومتي وياند محمد جواد هجيري ووېيل د جمعې په ورځ سهار طالبانو د تالقان ښار په چقلو سيمه كښې د سرتېرو په پوسته بريد كړے ۔د پوليس لخوا د ځوابي كاروائۍ په مهال درې طالبان جنګيالي وژلي شوي او څلور افغان سرتېري هم مړه شوي دي ٬دغسې 8 سرتېري او 5 طالبان ژوبل شوي هم دي ۔ تر اوسه په دې لړ كښې د طالبانو لخوا كوم بيان نه دے رامخې ته شوے۔

مزید خبریں