نوې ډيلې 24 جون (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 14 زره څخه زياته شوې ده دغسې په هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو مجموعی شميره 4 لكهه 56 زره ته رسيدلې ده۔ د شورو په ورځ د هند ميډيا له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال هيواد كښې د كورونا وائرس 15968 نوې كيسونه رامخې ته …
هند كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 14 زره څخه زياته شوه، د ځپلو شوو كسانو شميره 4 لاكھ 56 زره ته رسيدلې

مزید خبریں
نوې ډيلې 24 جون (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 14 زره څخه زياته شوې ده دغسې په هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو مجموعی شميره 4 لكهه 56 زره ته رسيدلې ده۔ د شورو په ورځ د هند ميډيا له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال هيواد كښې د كورونا وائرس 15968 نوې كيسونه رامخې ته شوي ٬ دې نه پس د ځپلے شوو كسانو شميره 4 لكهه 56 زره څخه زياته شوې ۔ د هند د روغتيا وزارت جاري كړې شميرې له مخې هيواد كښې د كورونا له امله د ځپلے شوو كسانو مجموعی شميره 456552 ته رسيدلې ده۔ دغسې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وبا له امله نور 465 كسان مړه شوي او د مړو مجموعی شميره 14483 ته ورسيده۔ هند كښې دا مهال د كورونا وائرس كيسونه 183384 دي۔ هند كښې د كورونا وائرس له امله مهاراشټر رياست تر ټولو زيات ځپلے شوے چرته چې د تيرو 24 ساعتونو په مهال 248 كسان كورونا وائرس له امله مړه شوي۔ ریاست كښې تر اوسه د كورونا وائرس له 6531 كسان مړه شوې دي







