ملګري ملتونه23جون (اے پي پي) يمن لپاره دملګرو ملتونو خاص استازي مارټن ګرېفيتهس د يمن حكومت او عبوري كونسل څخه د رياض په لوظنامې د عملدرآمد غوښتنه كړې ده ۔ د العربيه ټي وي له مخې په يو بيان كښې د ملګرو ملتونو خاص استازي ووئيل د حوثي ياغيانو لخوا وسله والې كاروائۍ د ډلو ترمېنځه د جنګ بندۍ هلو ځلو د روح په ضد دي، يو خوا حوثي ياغيان …
د ملګرو ملتونو خاص استازي د يمن حكومت او عبوري كونسل څخه د رياض په لوظنامې د عملدرآمد غوښتنه وكړه

مزید خبریں
ملګري ملتونه23جون (اے پي پي) يمن لپاره دملګرو ملتونو خاص استازي مارټن ګرېفيتهس د يمن حكومت او عبوري كونسل څخه د رياض په لوظنامې د عملدرآمد غوښتنه كړې ده ۔ د العربيه ټي وي له مخې په يو بيان كښې د ملګرو ملتونو خاص استازي ووئيل د حوثي ياغيانو لخوا وسله والې كاروائۍ د ډلو ترمېنځه د جنګ بندۍ هلو ځلو د روح په ضد دي، يو خوا حوثي ياغيان د امن او مذاكراتو خبرې كوي او بلخوا ئې په ګرد هېواد كښې د عسكريت پسندۍ هلې ځلې زياتول پېل كړي دي۔ ده د يمن په ټولو جنګيالو ډلو زور رواړې دې چې ھغوي دې جنګ بند كړي او مذاكراتو ته دې كېښني او د اولس د هيلو له مخې دې د امن او امان بحالۍ لپاره اقدامات وكړي







