په هند كښې د كورونا وائرس وائرس په كېسونو كښې د اضافې وجه د ټېسټونو په عمل كښې تندي نه ده. د روغتيا نړيواله اداره

جنېوا 23 جون (اے پي پي) د روغتيا نړيوالې ادارې وئيلي دي چې په هند او نورو يو شمېر هېوادونو كښې د كورونا وائرس لپاره د ټېسټونو عمل تند كړے شوے خو په دې هېوادونو كښې د زياتو راتلونكو كېسونو وجه دا تندي نه ده. د روغتيا د نړيوالې ادارې د هېلتھ ډيزاسټر پروګرام اېګزېكټو ډائرېكټر ډاكټر مائيكل ريان ووئيل چې په يقيني توګه د هند په شان هېوادونه زيات …

جنېوا 23 جون (اے پي پي) د روغتيا نړيوالې ادارې وئيلي دي چې په هند او نورو يو شمېر هېوادونو كښې د كورونا وائرس لپاره د ټېسټونو عمل تند كړے شوے خو په دې هېوادونو كښې د زياتو راتلونكو كېسونو وجه دا تندي نه ده. د روغتيا د نړيوالې ادارې د هېلتھ ډيزاسټر پروګرام اېګزېكټو ډائرېكټر ډاكټر مائيكل ريان ووئيل چې په يقيني توګه د هند په شان هېوادونه زيات ټېسټونه كوي خو مونږ ته داسې نه لګي چې ګڼي د زياتو ټېسټونو په وجه كېسونه مخ په زياتېدو دي. ده ووئيل چې ډېرو هېوادونو د ټېسټ رفتار زيات كړے خو په روغتونونو كښې د داخلېدونكو خلقو په شمېره كښې هم اضافه شوې. د يادونې وړ ده چې په ټوله نړۍ كښې د كورونا په وبا كښې د مړو كسانو شمېره د 4 لكه 74 زرو نه زياته شوې او د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې د كورونا ځپليو شمېره د 91 لكه 92 زرو نه زياته ده.

مزید خبریں