د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې هېواد په تندې سره پرمختګ كوي۔ ميا امتياز احمد

رحيم يار خان 10 فروري (اے پي پي) وفاقي پارلماني سېكتر ميا امتياز احمد وئيلي دي چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې هېواد په تندې سره پرمختګ كوي٬ د هېواد او قوم دا پرمختګ او خوشحالي سياسي مخالفين نه شي زغملي۔ په رحيم يار خان كښې بېلا بېلو پلاوو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د سي پېك پروژې په نتيجه كښې پاكستان نه يوازې په …

رحيم يار خان 10 فروري (اے پي پي) وفاقي پارلماني سېكتر ميا امتياز احمد وئيلي دي چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې هېواد په تندې سره پرمختګ كوي٬ د هېواد او قوم دا پرمختګ او خوشحالي سياسي مخالفين نه شي زغملي۔ په رحيم يار خان كښې بېلا بېلو پلاوو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د سي پېك پروژې په نتيجه كښې پاكستان نه يوازې په منطقه كښې بلكه په نړيواله كچه غېر معمولي اهميت ترلاسه كړے دے او هغه وخت لرې نه دے چې پاكستان به د يو لوي معاشي او اقتصادي قوت په توګه په ټوله نړۍ كښې ومنلې شي۔ ده ووئيل چې اوسنې حكومت به اولس ته د لوډشېنډنګ څخه نجات وركولو سره خپل لوظ پوره كړي۔ ده ووئيل چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ به د كال 2018م په ټاكنو كښې يو ځل بيا تاريخي كاميابي ترلاسه كړي۔