پنځو كالو لپاره افغانستان كوچنيانو له خطرناك هېواد دے۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 18 جون (اے پي پي) ملګرو ملتونو خپل يو راپور كښې وئېلې دي افغانستان كښې د روانې كورنۍ جګړې له امله هېواد پنځو كالو لپاره ګوچنيانو له خطرناك دے ۔ ملګرو ملتونو د كوچنيانو پحقله خپل كلن راپور كښې وئيلي دي په كال 2019 كښې په افغانستان 3 زره كوچنيان وژلے شوي او د دريو زرو نه زيات ټپيان شوي يا عمر لپاره معذوره شوي۔ د نړيوالې ادارې له مخې دا ماشومان په افغانستان كښې د روانې كورنۍ جګړې په مهال په بمي چاٶدنو او بريدونو كښې په نښه شوي۔ د يادونې وړ ده كوچنيانو لپاره د زيات خطرناكو هېوادونو په فهرست كښې د افغانستان نه پس سوريه او په درېم لمبر يمن دے۔