برازیل كښې د كورونا وائرس له امله 46 زره څخه زيات كسان مړه شول ، د ځپلے شوو كسانو شميره 9 لكهه 60 زره ته رسيدلې

ریوډی جنیرو 18جون (اے پی پی) برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 46 زره څخه زياته شوې ده ۔ د زيارت په ورځ د امریكې ميډيا له مخې برازیل كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 32 زره نوي كيسونه رامخې ته شوې ٬ دې نه پس د ځپلے شوو كسانو شميره 960665 رسيدلې ده ۔ هيواد كښې د كورونا وائرس له امله …

ریوډی جنیرو 18جون (اے پی پی) برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 46 زره څخه زياته شوې ده ۔ د زيارت په ورځ د امریكې ميډيا له مخې برازیل كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 32 زره نوي كيسونه رامخې ته شوې ٬ دې نه پس د ځپلے شوو كسانو شميره 960665 رسيدلې ده ۔ هيواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 46665 كسان مړه شوي ۔ د برازیل د روغتيا وزارت له مخې هيواد كښې دا مهال د فعاله رنځورانو شميره 410137 ده۔ چارواكو ووئيل د برازیل بيلو سيمو كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د وائرس له امله نور 1269 كسان مړه شوي ۔ د كورونا وائرس كيسونو په اړه برازیل نړۍ كښې په دويم لمبر دے۔ د كورونا وائرس له امله د مړو په اعتبار سره هم برازیل د امریكې نه پس په دريم لمبر دے۔ دا خبره دې ياده وي برازیل كښې د كورو ناوائرس وړومبنے كیس سږ كال په 26 فروری رامخې ته شوے ؤ

مزید خبریں