کابل 17 جون (اے پی پی) د افغانستان شمالی ولايت قندوز او جوزجان كښې طالبانو په پوځي کیمپونو بريد كړے او په دغه مهال نښتو كښې 17 عسكر مړه او 11 ژوبل شوي دي دغسې په نښتو كښې 9 طالبان هم وژلې شوي ۔ د افغان ملي اردو وياند له مخې د شورو په ورځ د قندوز ولايت شیر خان ولسوالۍ تالائو کلي كښې طالبانو او د افغانستان امنيتي ځواكونو ترمينځه تر دوه ساعته روانو نښتو كښې 5 افغان عسكر مړه او 6 ژوبل شوي دغسې 4 طالبان وژلې شوي