عمران خان الېكشن كميسون او سپريم كورټ كښې د اورېدونكو كيسونو څخه د تېښتې هڅه كوي

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د مسلم ليګ(ن)لارښودو وئېلي دي عمران خان الېكشن كميسون او سپريم كورټ كښې د اورېدونكو كيسونو څخه د تېښتې هڅه كوي خو مونږ به هغه تېښتې ته پرې نه ږدو٬هغه له به حساب وركول وي۔د 2013 څخه د 2017 پاكستان ښه دے٬په نړيواله كچه د پاكستان معيشت ستائېلې كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري او د مسلم …

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د مسلم ليګ(ن)لارښودو وئېلي دي عمران خان الېكشن كميسون او سپريم كورټ كښې د اورېدونكو كيسونو څخه د تېښتې هڅه كوي خو مونږ به هغه تېښتې ته پرې نه ږدو٬هغه له به حساب وركول وي۔د 2013 څخه د 2017 پاكستان ښه دے٬په نړيواله كچه د پاكستان معيشت ستائېلې كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري او د مسلم ليګ(ن)لارښود دانيال عزيز د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته وكړه۔د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل د پاكستان پھ معيشت نظر لرونكو نړيوالو ادارو لخوا هره ورځ ښه خبر رامخې ته كېږي۔ده ووئيل وزيراعظم هره ورځ د يوې نوې پروژې پرانسته كوي خو ځينې خلق دا وائي چې هغه فيتې پرې كوي۔ده ووئيل د پاكستان معيشت ورځ پھ ورځ ښه كېږي٬په نړيواله كچه د پاكستان معيشت ستائېلې كېږي او په ترهه ګرۍ قابو موندلې شوې۔ده ووئيل د 2013 څخه د 2017 پاكستان ښه دے۔دانيال عزيز خبرې كنفرنس ته ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف خپل ځان او كورنۍ سترې محكمې ته وړاندې كړی۔ده ووئيل د سترې محكمې د اړخه د ټولو پوښتنو ځواب وركولو هڅه كوو