پیښور 09 فروري(اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا سره د كوز دير او بره دير(ن)ليګ پلاوي د زيارت په ورځ پېښور ګورنر هاؤس كښې ليدلې دي ۔د پلاوي مشري د پاكستان مسلم ليګ(ن)ليګ صوبائي دوهم صدر فريد يوسفزئي كوله۔پلاوي ګورنر د خپلې سيمې اولس ته د پیښو مسئلو نه خبر كړو او د هغې لرې كولو له يې تجاويز وركړه۔پلاوي سره خپلو خبرو كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر …
د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د كوز دير او بره دير(ن)ليګ پلاوي وليدل
پیښور 09 فروري(اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا سره د كوز دير او بره دير(ن)ليګ پلاوي د زيارت په ورځ پېښور ګورنر هاؤس كښې ليدلې دي ۔د پلاوي مشري د پاكستان مسلم ليګ(ن)ليګ صوبائي دوهم صدر فريد يوسفزئي كوله۔پلاوي ګورنر د خپلې سيمې اولس ته د پیښو مسئلو نه خبر كړو او د هغې لرې كولو له يې تجاويز وركړه۔پلاوي سره خپلو خبرو كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا ووئيل سي پېك به د سيمې لپاره ګيم چينجر ثابت شي او سي پېك سره به د هېواد معيشت ښه شي۔ده ووئيل د متبادل روټ د لارې ګلګت۔چترال۔دير سړك سي پېك كښې شامل كړی شوې۔د وزيراعظم محمد نواز شريف په ذاتي خوښۍ سره به سږ كال د لواري ټنل كار هم بشپړ شي۔ده ووئيل د تېر وخت په مقابل كښې نن حالت ډېر ښه دے۔ګورنر د پلاوي معروضات په غور واورېدل او د هغې حل له يې د خپل اړخه د بشپړه مرستې باور وركړو











