کابل 15 جون (اے پی پی) افغان دولت او طالبان د قطر پايه تخت دوحه كښې د امن په اړه وړومنو خبرو ته سلا شوي۔د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې افغان دولت او طالبانو ترمينځه د څو كالو راهسې تاؤ ترېښوالې نه پس فرسټ انټرا افغان ډائېلاګ یعنی امن خبرو اترو له تر اوسه كومه نيټه نه ده ټاكلې خو هيله ده چې د افغان دولت د اړخه د 5 زره طالبانو بنديوانو خوشې كولو نه پس امن خبرې اتري ممكن شي۔د طالبانو وياند سهیل شاهین ووئيل وړومبنۍ خبرې د قطر پايه تخت دوحه كښې كيږي او دا خبرې به د 5 زره طالبانو بنديوانو خوشې كولو سره په يوه اونۍ كښې كيږي ۔ ده ووئيل حکومت امن لخ خبرې اترې زر تر زره پيل كول غواړي خو دا خبرې اتري د مهمو طالبانو بنديوانو خوشې كولو معاملې سره تړلې شوي او حکومت طالبانو ته د متبادل بنديوانانو د خوشې كولو تجويز وركړے۔