د راروان مالي كال 2020-21 بجټ كښې د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام د سېوري لاندې د سترو لارو ٬ موټروېز ٬ فلائي اوور او پلونو جوړولو 57 منصوبې شامل كړې شوي دي كومې به چې د ماضي په ډول په قامي خزانه بوج نه وي۔ د سركاري او نجي شراكتدارۍ ترسېوري لاندې به 1800 كلوميټره نوي سړكونه جوړولې شي۔ هره يوه منصوبه به د تېرو منصوبو په مقابله كښې ارزانه او معياري وي۔ د وزیر اعظم عمران خان د وژن له مخې اېن اېچ اے خپلواكه جوړولو سره د اي ګورننس او د اي بلډنګ نظام مو معارفي كړې دې۔ په 22 مياشتو كښې مو د خود احتسابۍ عمل د لارې د 12 اربه روپو ريكوري وكړه او محصولات كښې مو هم د 33 اربه روپو اضافه وكړه۔ سړكونه به جوړوؤ او د احساس پروګرام ترسېوري لاندې به اولس ته ريليف وركوؤ۔ د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد خبري كنفرنس

اسلام آباد ۔ 14 جون (اے پی پی) د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي د راروان مالي كال 2020-21 بجټ كښې د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام د سېوري لاندې د سترو لارو ٬ موټروېز ٬ فلائي اوور او پلونو جوړولو 57 منصوبې شامل كړې شوي دي كومې به چې د ماضي په ډول په قامي خزانه بوج نه وي۔ د سركاري او نجي شراكتدارۍ ترسېوري لاندې به 1800 كلوميټره نوي سړكونه جوړولې شي۔ هره يوه منصوبه به د تېرو منصوبو په مقابله كښې ارزانه او معياري وي۔ د وزیر اعظم عمران خان د وژن له مخې اېن اېچ خپلواكه جوړولو سره د اي ګورننس او د اي بلډنګ نظام مو معارفي كړې دې۔ په 22 مياشتو كښې مو د خود احتسابۍ عمل د لارې د 12 اربه روپو ريكوري وكړه او محصولات كښې مو هم د 33 اربه روپو اضافه وكړه۔ سړكونه به جوړوؤ او د احساس پروګرام ترسېوري لاندې به اولس ته ريليف وركوؤ۔ د اتوار په ورځ د اېن اېچ اے او مواصلات وزارت كاركردګۍ او د سباؤن منصوبو حوالې سره كنفرنس ته خطاب كښې ده ووئيل كله چې كابينه تشكيل شوه نو دغه وخت د بېلو وزارتونو حوالې سره ځينې ذمه وارۍ او ځينې اصول هم وضعه كړې شوې وو په كوم چې عمل كولو سره مونږ د مواصلاتو وزارت او اېن اېچ اے اي ګورننس او اي بلډنګ پلو روان كړې دي۔ ده ووئيل كله چې مونږ د احساس پروګرام خبره كوؤ نو دوئي به ووئيل مونږ د وزيراعظم د احساس پروګرام له مخې بې وزله كورنيو له د كورنۍ په سر 12000 روپۍ ريليف پېكج وركوؤ او نوې سړكونه هم جوړوؤ۔ وفاقي وزير د كووېډ – 19 صورتحال نظر كښې نيولو سره اپيل كړې چې په اېس او پيز عملدرآمد وكړي په اېس او پيز عمل كولو سره كورونا ته ماتې وركولې كېدې شي