زمونږ پوځ د چين نه راغلي يو نه ليدونكي دښمن سره مخ دے. ټرمپ

واشنګټن 14 جون (اے پي پي) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د چين څخه پېل شوي د كورونا وائرس په اړه وئيلي دي چې د امريكې پوځ د چين نه راغلي يو نه لېدونكي دښمن سره مخ دے. د خبر له مخې د امريكې اولس مشر يو ځل بيا په چين تور ولګولو چې چين د كورونا د وبا څخه د استفاده كولو هڅې كوي. د امريكې اولس مشر د وېسټ پوائنټ ملټري كالج د ګرېجوېشن دستورې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې يو پوځ هم د امريكائي پوځ مقابله نه شي كولې. امن په ځائ ساتلو لپاره د امريكې پوځ د نړۍ تر ټولو لوي قوت دے. اولس مشر ټرمپ ووئيل چې د امريكائي ادارو استحكام د هېواد د برترې راز دے